👷 د کوټو لپاره د ايرکنډېشن محاسبه
د کنډېشن محاسبه کوټو جهت ته په دوه طريقو ترسره کيږي.
د هغه کوټو لپاره د کنډېشن محاسبه چې لمر وړانګو ته مخامخ يا د لمر وړانګې مستقیمآ د کوټې په دېوالونو لږيږي.
Formula : X tons Air-condition =(L*W*H*300)/12000
بېلګه:
د هغې کوټې لپار چې لمر ته مخامخ دى کنډېشن محاسبه کړئ چې طول شپږ متره عرض څلور متره او ارتفاع درې متره وي؟
L=6
W=4
H=3
فارمول لرو چې :
X =((L*W*H*300) /12000)tons
X=(6*4*3*300)/12000
X= 1.8 tons
ددې کوټې لپاره دوه ټنه کنډېشن ته ضرورت دى.
د هغې کوټو لپاره چې د کنډېشن محاسبه چې د لمر وړانګې د کوټو په دېوالونو مستقیمآ نه لږيږي.
Formula : X tons Air-condition =(L*W*H*250)/12000
بېلګه:
د هغې کوټې لپار چې ديوالونه يې لمر وړونکې ته مخامخ نه دي کنډېشن محاسبه کړئ چې طول شپږ متره عرض څلور متره او ارتفاع درې متره وي؟
L=6
W=4
H=3
فارمول لرو چې:
X =((L*W*H*250) /12000)tons
X=(6*4*3*250)/12000
X= 1.5 tons
د دې کوټې لپاره يو نيم ټن کنډېشن ته ضرورت دى.